د هلمند کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، سږ کال به په دې ولایت کې د غنمو حاصل کابو ۵۰۰ ټنه ته ورسېږي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو زیاته کړې، چې د نورو کلونو په پرتله د هلمند سږني غنم له نباتي ناروغیو او افتونو پاک دي.
د نوموړي په وینا سږ کال هلمند کې په ۱۱۵ زره هکتاره ځمکه غنم کرل شوي، چې د اټکل له مخې حاصل به یې ۵۰۰ زره ټنو تنه ورسېږي.
دی وايي، د دې لامل دا دی، چې د هلمند دکرنې ریاست په کرنیزه برخه کي ګڼ هلمندي کروندګرو ته روزنه ورکړې او ترڅنګ یې دغنمو بېلابېل اصلاح شوي تخمونه هم ورته ورکړي دي.
په هلمند کې د غنمو حاصل د زیاتوالي خبر پر داسې مهال ورکول کېږي، چې راپورونه وايي، په دغه ولایت کې د وروستیو جګړو له امله د غنم یو شمېر کروندې او درمندونه سوځېدلې دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/22491